د يوناما مرستيال له ډاکټر عبدالله سره د افغانستان پر وضعيت خبرې کړي

د مصالحې عالي شورا پخوانی مشر ډاکټر عبدالله او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستيال مارکوس پوتزل

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت، یوناما نوي مرستیال او سرپرست مارکوس پوتزل له یو شمېر طالب چارواکو سره پر لیدنو کتنو سربېره پرون د لومړي ځل لپاره د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا له پخواني مشر عبدالله عبدالله سره هم وکتل.

یوناما په یوه ټویټ کې ویلي چې په دې کتنه کې دواړو لورو په دې اړه چې یوناما په څه ډول کولای شي د یوه ټولشموله ټولنې او حکومت لپاره د خبرو اترو اسانتیاوې رامنځ ته کړي خبرې کړي.

په دې کتنه کې دغه راز د ټولو افغانانو لپاره د د زده کړو د مساوي فرصتونو د یقیني کولو پر اهمیت هم خبرې وشوې.

یوناما په یوه بل ټویټ کې د طالبانو د ریس الوزرا له مرستیال مولوي عبدالکبیر سره د ښاغلي پوتزل د کتنې په اړه کښلي چې په دې کتنه کې له مدني ټولنې سره د ښکېلتیا او د ټولو خلکو د بشري حقونو د تامین پر اهیمت خبرې وشوې او دواړو لورو موافقه وکړه چې په راتلونکې کې به رغندو خبرو ته دوام ورکړي.

مارکوس پوتزل چې د یوناما د مرستیال په توګه یې دنده نوې پیل کړې، دغه راز له دې مخکې د طالبانو د حکومت د ریس الوزرا له مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي او د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره هم کتلي و.