د طالبانو حکومت له افغانستان څخه پر ازبکستان د توغندو بریدونه تایید کړل

ارشيف

د طالبانو د حکومت وياند ذبیح الله مجاهد تېره شپه پر خپله ټویټرپاڼه وکښل چې د افغانستان له خاورې «شریرو کړیو» د دوو هېوادونو ترمنځ د بې باورۍ د رامنځته کولو لپاره توغندي ویشتي دي.

تر دې مخکې د طالبانو د بلخ ولایت د امنیه قوماندانۍ وياند د افغانستان له خاورې پر ازبکستان توغندويي برید رد کړی و.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي و چې د افغانستان له لوري ویشتل شوي توغندي پر ترمذ سرحدي ښار لګېدلي خو مرګ ژوبله یې نه ده اړولې.

خو ذبیح الله مجاهد وايي چې د دوی حکومت به د دې برید عاملان ونیسي او سزا به ورکړي.

ده په دې اړه ازبکستان ته ډاډ ورکړی دی.