د بشري حقونو د څار سازمان مرستياله: د طالبانو د مشر پيغام کې د ښځو اندېښنو ته هيڅ ځواب نه‌شته

يو شمېر افغان مېرمنې

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مرستیاله هیدر بار د طالبانو د مشر د اختريز پیغام په اړه وايي، داسې نه ښکاري چې طالبان د هغو اندېښنو ځواب ویلو ته تیار شوي وي چې په درسته نړۍ کې د افغانانو د بشري حقونو او په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو په اړه څرګندېږي.

په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو رعایت د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره د نړیوالې ټولنې یو اصلي شرط دی.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مرستیاله هیدر بار وايي، د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخندزاده د اختر پیغام د هغه وینا تکرار دی چې د علماوو د لویې غونډې په نوم د درې ورځینۍ ناستې په پای کې یې کړې وه.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مرستیاله هیدر بار

اغلې بار ازادي رادیو ته وویل: "د ښاغلي اخندزاده پیغام په اکثرو برخو کې د هغه پیغام تکرار دی چې تېره اوونۍ یې د طالبانو په لویه غونډه کې ورکړی و. دوی ظاهراً ډېرې غوښتنې لري؛ لکه دا چې د نړۍ له لوري دې په رسمیت وپېژندل شي او پانګونه دې وکړي، په یو ډول امر کوي چې نور هېوادونه دې د دوی په کا رکې کار نه‌لري خو داسې نه ښکاري چې دوی دې د هغو اندېښنو ځواب ویلو ته حاضر وي چې په درسته نړۍ کې پر بشري حقونو او په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو پر حقونو د حملو په اړه یې څرګندې کړي دي. داسې احساسېږي چې دا پیغام د نه همکارۍ ښکارندويي کوي او یو څه په غیرصادقانه ډول د طالبانو تر واک لاندې د طالبانو او افغانستان په اړه د نړۍ د درک څرنګوالي ته اشاره نه‌ده شوې."

د طالبانو له لوري د دیني عالمانو په غونډه کې څرګنده نه‌شوه چې له شپږم ټولګي پورته نجونو ښوونځي به تر کله بند وي.

د طالبانو مشر ملاهبت الله اخندزاده د اختر په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي چې اسلامي امارت ښوونې او روزنې ته ځانګړی پام کوي او خلکو ته د هغوی د حقه حقونو ورکولو ته ژمن دی، خو ده له شپږم ټولګي پورته نجونو د ښوونځیو په اړه څه نه‌دي ویلي.

په دې اړه نور: د طالبانو د مشر اختريز پيغام: له امريکا او نړيوالې ټولنې سره ښې اړيکې غواړو

په دې پیغام کې ویل شوي چې طالبان د افغانستان بچیانو ته د تعلیم په تېره بیا د دیني او عصري علومو پر اهمیت پوهېږي او د پرمختګ لپاره یې هڅه کوي.

څه باندې ۲۹۰ ورځې کېږي چې د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي پورته نجونې زده کړو ته نه‌پرېږدي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له العربیه شبکې سره په مرکه کې ویلي چې د نجونو ښوونځي باید پرانیستل شي.