امريکا: د افغانستان د کنګل شوې درې نيم ميليارده ډالره شتمنۍ پر ازادېدو کار کوو

د امريکا بيرغ

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، متحده ایالات پر دې مسلې چې په څه ډول د افغانستان کنګل شوې درې نیم ملیارډ ډالره شتمني د افغانستان خلکو ته ورسیږي نه طالبانوته، په بېړه کار کوي.

د دې وزارت ویاند نیډ پرایس چې پرون ناوخته یې په یوه خبري کنفرانس کې څرګندونې کولې وویل، طالبانو د افغانستان له خلکو سره په هره برخه کې کړې ژمنې نه‌دي پر ځای کړي.

هغه زیاته کړه چې متحده ایالات له خپلو متحدانو او شریکانو سره کار کوي او تل یې دا موضوع واضح کړې چې غواړي د افغان ښځو، نجونو او لږکیو حقونه خوندي شي.

د نیډ پرایس په وینا متحده ایالات به دغه راز له خپلو متحدانو سره په ګډه پر طالبانو فشارونو ته دوام ورکړي.

له کله چې طالبان پرافغانستان بیا واکمن شوي دي، د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې له شپږم ټولګي پورته نجونې له ثانوي زده کړو منع کړې شوي او د سفرپه ګډون پر ښځو یو لړ محدودیتونه لګول شوي دي.