يوناما بېکاره افغانانو ته کاري فرصتونه برابروي

يو شمېر بېکاره افغانان چې د کار په تمه شېبې شماري

په داسې حال کې، چې په اقغانستان کې بېکاري ورځ تر بلې مخ په ډېرېدو ده، د یونما په همکارۍ وزګارو کسانو ته د کاري فرصتونو د برابرولو هڅې روانې دي.

د طالبانو حکومت د اقتصاد وزارت وايي، د ملګرو ملتونو د مرستندوی مامورېت (یوناما) مرستیال د دې وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي، چې دا سازمان ۲ میلیونه کسانو ته د کاري فرصتونو د موندلو په هڅه کې دی.

دې وزارت پر خپله وېبپاڼه لیکلي دي، چې د طالبانو حکومت د اقتصاد وزارت سرپرست قارين دین محمد حنیف د سې شنبې په ورځ په افغانستان کې د یوناما له مرستیال ډاکتر رامز الاکبروف سره لیدلي او په دې لیدنه کې یې د افغاستان په وروستي اقتصادي وضېعت خبرې کړې دي.

دې وزارت د ډاکتر الاکبروف له قوله لیکلي دي چې دوی هڅه کوي د همکارو بنسټونو په مرسته ۲ میلیونه افغانانو ته کاري فرصتونه برابر کړي چې له دې سره به د بشري او عاجلو مرستو د پروژو مرحله د بنسټيزو پروژو مرحلې ته واوړي او د وړو او متوسطو سوداګریو په ملاتړ سره به بې کاري او غریبي را کمه کړي.

د طالبانو د اقتصاد وزارت سرپرست د یوناما له مخکنیو مرستو مننه کړې او له دې سازمان څخه یې غوښتي چې د بنسټیزو پروژو د عملي کولو له لارې دې په افغانستان کې د فقر او بې روزګارۍ په ختمولو کې مرسته وکړي.