پاکستان پر چينايي استادانو بريد کې د لاس لرلو په تورن يو تن نيولی

هغه درې تنه چينايي وګړي چې په تېر اپريل مياشت کې پاکستان کې په يوه ځان وژونکي بريد کې ووژل شول

پاکستان پرون وویل چې یو تن یې پر چینایي استادانو په وروستۍ ځان وژونکې حمله کې د لاس لرلو په تور نیولی دی.

پولیسو چې د تورن کس نوم داد بخش ښودلي، دا هم ویلي دي چې هغه په خپل جرم اعتراف کړي او منلې يې ده چې په دې حمله کې یې د فني تجهیزاتو مرسته کړې ده.

د کراچۍ په پوهنتون کې په تېره اپریل میاشت کې په ځان وژونکې حمله کې د دې پوهنتون درې چینایي استادان ووژل شول.

پاکستاني چارواکو ویلي وچې دغه برید یوې ښځې کړی دی.

د بلوچستان آرادي بخښونکي غورځنګ د دغه برید مسولیت اخیستی دی.