د افغانستان بانک نن يولس ميليون ډالره ليلاموي

د افغانستان بانک ودانۍ

د افغانستان بانک په خپله ټویټرپاڼه کې له سوداګریزو بانکونو او د صرافۍ او د پولي خدمتونو له شرکتونو څخه چې په شرایطو برابر وي، غوښتنه کړې چې په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

د داوطلبۍ ګټوونکي اړ دي څو خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه پورې تصفیه کړي.

د افغانستان بانک له څو میاشتو راهیسې د افغانیو د ارزښت د ثابت ساتلو لپاره هره میاشت څو ځلې په لسګونو ميلیون ډالرو لیلاموي.

د افغانستان بانک داسې مهال د ډالرو د ليلام خبره کوي چې په دې وروستيو کې د نفتي او خوراکي توکو بيې تر بل هر وخت لوړې شوي دي.