ايسلنډ افغانستان سره ۲۹۶ زره امريکايي ډالره مرسته وکړه

د اسيلينډ پلازمېنه ریکیاویک

ایسلنډ د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د ۴۹ ميلیون کرونو چې ۲۹۶ زره امریکایي ډالر کېږي، مرسته وکړه.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کونکې ادارې، اوچا د ایسلنډ د دې مرستو چې په افغانستان کې به د ژوند ژغورنې پر بېړنیو چارو لګیږي، مننه کړې او ویلي یې دي چې په دغې مرستې سره له ۲۰۲۰ کال راهیسې له دې صندوق سره د ایسلند د سخاوتمندانو مرستو اندازه ۹۵ ميلیون ایسلنډي کرونو ته رسیږي.

په دې وروستيو کې چې په پکتيکا او خوست ولايتونو کې زلزلې زرګونه خلک زيانمن کړل، افغانستان سره د بهرنيو هېوادونو مرستې ډېرې شوي دي.