رسنۍ: زابل کې لسګونه ماشومان کولرا ته په ورته ناروغۍ اخته شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د زابل ولایت موقعيت

د افغانستان ځینو محلي رسنیو راپور ورکړی، چې د زابل ولایت په سیوري ولسوالۍ کې په لسګونو ماشومان کولرا ته په ورته ناروغۍ اخته شوي دي.

د زابل لپاره د طالبانو د روغتیا ریس ډاکټر عبدالحکیم حکیمي ویلي، شا و خوا ۵۰ ماشومان تېره شپه په دې ناروغۍ چې نښې یې کولرا ته ورته دي، اخته شوي دي.

ده ویلي، چې سیمې ته روغتیايي ډلې لېږل شوي دي.

تر دې مخکې هم په سیوري ولسوالۍ کې په کولرا ځینې ماشومان اخته شوي وو.