زلینسکي: اوکرایني ځواکونه د مسکو ماتولو ته بې لېوالتیا شوي نه دي

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلینسکي

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زلینسکي وايي، وسله وال ځواکونه یې د جګړې د دوام لپاره د مسکو د ارادې «ماتولو» ته بې لېوالتیا شوي نه دي.

دا څرګندونې څو ساعته وروسته له هغې کېږي، چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین روسي ځواکونو ته د اوکراین په ختیځ کې د حملو د دوام امر وکړ.

د اوکراین ولسمشر زلینسکي تېره شپه په خپل ویډیويي پیغام کې وویل، له لیسیچانسک ښار د اوکرایني ځواکونو له وتلو سره- سره به د دوی ځواکونه جګړې ته دوام ورکړي.

بلخوا د دونیڅک سیمې والي پاولو کیریلنکو ویلي، چې اوکرایني ځواکونو په دونیڅک کې تازه دفاعي کرښې جوړې کړې دي.

روسیې ادعا کړې، چې پر ټول لوهانسک سیمه یې ولکه ټینګه کړې ده.