د ازبکستان په وروستیو ناکراریو کې ۱۸ کسان مړه شوي

د قره قالپاګستان خودمختارې سیمې زرګونه اوسېدونکو وروسته له هغه پراخې مظاهرې وکړې چې مرکزي دولت غوښتل د دې سیمې قانوني حیثیت بدل کړي.

د ازبکستان لویې څارنوالۍ اعلان کړی، چې په وروستیو ناکراریو کې اتلس کسان مړه او ۲۳۴ نور ټپیان شوي.

د قره قالپاګستان خودمختارې سیمې زرګونه اوسېدونکو وروسته له هغه پراخې مظاهرې وکړې چې مرکزي دولت غوښتل د دې سیمې قانوني حیثیت بدل کړي.

د راپورونو له مخې امنیتي ځواکونو د مظاهره چیانو په وړاندې له زور زیاتي کار اخیستی او ګڼو مظاهره چیانو ته یې مرګژوبله رسولې.

د مظاهرو په نتیجه کې ولسمشر شوکت میرضیایف پرون دوشنبه اړ شو، چې له پارلمان سره تر یوې ناستې وروسته د اساسي قانون له تعدیل تېر شي.