د افغان ادبي بهیر غونډې بیا پیل شوې

د افغان ادبي بهیر د غونډې د بیا پیل انځور

افغان ادبي بهیر چې له تېرو ۲۸ کلونو راهیسې ادبي غونډې کوي، له څه مودې راهیسې یې غونډې ځنډېدلې وې خو اوس د دې بهیر غړي وايي، یو ځل بیا یې په کابل کې خپلې غونډې پيل کړي دي.

کابل کې د افغان ادبي بهیر د بیا پیل لومړنۍ ناسته د تېرې جمعې په ورځ وشوه، چې له مشاعرې مخکې لیکوال استاد محمد اصف صمیم په کې خبرې وکړې.

استاد صمیم وویل، افغان ادبي بهیر له تېرو ۲۸ کلونو راهیسې د پښتو ادب خدمت کوي او هیله من دی، چې ځوانان دې خدمت ته دوام ورکړي.

د افغان ادبي بهیر غونډې له څه مودې راهیسې د کرونا او ورپسې د سیاسي تحولاتو له امله نه کېدې خو اوس د دې بهیر غړو تکل کړی، چې له دې وروسته به د پخوا په څېر هره جمعه په کابل کې غونډې کوي.

د افغان ادبي بهیر غړی او د بهیر د بیا پیل د لومړۍ ناستې ګډونوال رضوان الله اوبرنګ وايي: "له نېکه مرغه تېره جمعه د چنګاښ په لسمه د بهیروالو په ګډه هڅه مو د بهیر غونډې بیا پیل کړې او لومړنۍ غونډه مو وکړه. دا چې له ډېره ځنډ وروسته د بهیر غونډه وشوه، ډېر پرجوشه او ښکلې وه."

د افغان ادبي بهیر د بنسټ اېښودونکو له ډلې مشهور شاعر پیر محمدکاروان په اوسنیو حساسو شرایطو کې د بهیر د غونډو بیا پیل یو نېک اقدام ګڼي. هغه وايي، بهیر مخکې هم د ښکلا او هنر لمنه نیولې وه او اوس به هم دا کار کوي.

کاروان وویل: "زما په خیال افغان ادبي بهیر په افغان ادب کې یو ډېر خوږ، رنګین، مینه ناک او له ښکلا ډک حرکت دی چې له پیله یې د افغان ادب په تېره بیا د پښتو ادب لارویانو ته نوې، زرغورنې او ګل ورینې دروازې پرانیستې دي. افغان ادبي بهیر د هجرت په دوران کې هم د ښکلا او هنر لمنه نیولې وه، په تېر شل کلن دور کې هم او دا دی نن سبا یې هم نیسي. که افغان ادبي بهیر همداسې په مینه او اخلاص له هنر او له ادب سره همګامه و، د پښتو ژبې د راروانو زمانو نسلونو ته به هم د ذوق او ښکلا زرین لاسونه ور وغځوي."

د افغان ادبي بهیر د غونډې ګډونوال

په وروستیو کې ادبي غونډې په دې خاطر پیکه شوې وې چې ځینو شاعرانو او لیکوالو د زده کولو لپاره په کتابونو او نورو ته د خبرو رسولو لپاره په ټولنیزو شبکو او وېبپاڼو بسنه وکړه خو شاعر او د افغان ادبي بهیر غړی مولوي محمد علیم بسمل وايي، زده کړه یوازې په کتابونو کې نه کېږي، بلکې د هر مسلک له کسانو سره په ناسته کې هم ډېر څه زده کېږي.

بسمل وویل: "مولانا الیاس رح ویلي دي چې د دین یوه برخه په کتابونو کې نه زده کېږي، دا برخه له ښو خلکو سره په ناسته ولاړه کې حاصلېږي. زما په نظر دا خبره عمومي ده، په ټولو علومو کې د هغو علومو له خلکو سره ناسته او ولاړه ضروري ده. د ادبي بهیرونه یوه ګټه همدا ده، ما له چې استادانو اورېدلي او لیدلي، څومره ادیبان او ژورنالیستان چې افغان ادبي بهیر روزلي دي، په پښتو پوهنتونونو کې نه دي روزل شوي."

افغان ادبي بهیر چې له تېرو ۲۸ کلونو راهیسې غونډې کوي، په غونډو کې یې مشاعرې، په شعرونه، لنډو کیسو او نورو ادبي ژانرونو کره کتنې او کله ناکله په ادبي موضوعاتو لېکچرونه هم ورکول کېږي.