د طالبانو حکومت ازبکستاني چارواکو سره د سوداګريزو اړيکو پر پياوړتيا خبرې کړي

د ازبکستان بيرغ

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، ازبکستاني چارواکو سره، د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او د افغان سوداګرو د ستونزو د هواري په اړه خبرې شوې دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خپله ټوېر پاڼه لیکلي، چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي تیره ورځ د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال او د سوداګرۍ وزیر سره په تاشکند کې لیدلي.

په خبر کې راغلي، چې په یاده ناسته کې د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او دغه شان په ټرانزیټي لارو کې د پرتو ستونزو په حل بحث شوی دی.

د وزارت په وینا، په دغه ناسته کې افغان پلاوي مقابل لوري ته په تاشکند کې د افغان سوداګرو ستونزې ورسولي او د حل کېدو په برخه کې یې ژمنې هم شوي.

دغه شان په ازبکستان کې مېشتو افغان پانګوالو د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نه غوښتې، چې په افغانستان کې پانګونې لپاره زیاتې اسانتياوې رامنځته کړي.