د اسټراليا صدر اعظم اوکراين سره د وسلو د مرستې ژمنه وکړه

د اسټرالیا صدر اعظم انتوني البانیزي

د اسټرالیا صدر اعظم انتوني البانیزي د روسیې د یرغل په وړاندې له اوکراین سره د وسلو د مرستې ژمنه کړې ده.

نوموړي دا ژمنه پرون په کییف کې د اوکراین له ولسمشر ولودومیر زیلینسکي سره په کتنه کې وکړه.

ښاغلي البانیزي وویل، نوې پوځي مرسته به د شاوخوا ۶۸ میلیونه ډالرو په ارزښت وي.

ولسمشر زیلینسکي وویل چې استرالیا له اوکراین سره د پام وړ مرستې کوي، په ځانګړې توګه د دفاعي ملاتړ په برخه کې.

دا اوکراین ته د استرالیا د صدراعظم لومړی سفر دی.

تر دې مخکې هم یو شمېر لوېدیځو مشرانو له اوکراینه د خپل ملاتړ د څرګندولو لپاره دغه هېواد ته سفرونه کړي او د امریکا او بریټانیا په څېرو ځینو دولتونو بیا د راکټي او دفاعي سیسټمونو په برخه کې د اوکراین له پوځ سره پراخه مرسته هم کړې ده.