ازبکستان: د کاراکالپاکستان د اوسېدونکو او پوليسو ترمنځ شخړه کې تر زرو ډېر کسان ژوبل شوي

د لاريونونو انځور

په ازبکستان کې د کاراکالپاکستان/ قره قالپاګستان خودمختاره سیمې د اوسیدونکو او پولیسو تر منځ په اخ او ډب کې تر زرو زیات کسان ژوبل شوي دي.

د دې سیمې خلک د ازبکستان د مرکزي دولت د هغه پلان پر ضد پاڅېدل چې له مخې به یې قانوني تغیرات رامنځته او د یادې سیمې خپلواک حیثیت به پکې ړنګېده.

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف منلې چې په ناکراریو کې امنیتي ځواکونه او عام خلک ژوبل شوي دي.

هغه دقیق شمېر نه دی یاد کړی خو په ځينو راپورونو کې بیا د لږ تر لږه زرو تنو د ټپي کېدو یادونه شوې.

رویټرز اژانس د پنځو کسانو مړینه هم راپور کړې ده.

د اعتراضونو په خاطر د چټک غبرګون په هدف د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف شنبه قره قالپاقستان ته تللی و او هلته یې وویل چې د وړاندیز شویو اصلاحاتو څخه باید د دې سیمې د حیثیت د بدلون طرحه لرې شي.

دولت یو میاشتنی بېړنی حالت هم اعلان کړی دی.

د قره قالپاقستان خودمختاره جمهوریت چارواکي چې د مرکزي دولت ملاتړي دي مظاهره چیان بلواګر بللي او ویلي یې دي چې هڅه کوي دولتي ودانۍ په زور ونیسي.

قراقالپاګستان چې شاوخوا دوه میلیونه نفوس لري په دې سیمه کې ځان ته ژبه لري او په ازبکستان کې دننه خودمختاره جمهوریت دی.

د ازبکستان ولسمشر بیا ژمنه کړې چې د دې سیمې ژبه به نه بدلوي.

له ازبکستانه چې په رسنیو محدودیت لګېدلی د اوسنیو ناکراریو او مظاهرو پر مهال د ژوبلو شویو او بندیانو شویو کسانو د دقیق شمېر په اړه کره معلومات نه خپریږي.

خو راپورونو کې راغلي چې د خودمختاره سیمې د پلازمطنې نیکوس یو فعال او ژورنالېست دولیتمرات تزیموراتوف چې مظاهرې یې پلان او رهبري کړي له خپل کوره تري تم کړای شوی دی.

لسګونه نور کسان هم د راپورونو له مخې زندان ته اچول شوي دي.