ملګرو ملتونو د پکتيکا زلزله ځپلو سيمو ته بېلا بېل ګرځنده ټيمونه استولي دي

د افغانستان زلزله ځپلو سيمو کې خلک له جدي روغتيايي ستونزو سره مخ دي

د ملګرو ملتونو سازمان سازمان یوه چارواکي رامزالاکبروف پرون لیکلي چې زیانمنې ښځې او ماشومان په لومړیتوب کې دي او هڅې روانې دي چې زیانمنو سره هر اړخیزې مرستې وشي.

د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو له هغې ډلې د ماشومانو د ملاتړ صندوق يا یونیسف، د روغتیا نړیوال سازمان او اوچا یا د بشري چارو د همغږۍ دفتر په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې له زیانمنو سره د مرستو لپاره خپل سیار ټیمونه په دنده ګمارلي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د استازي مرستیال او د یوناما سرپرست رامزالاکبروف یکشنبه مازیګر په خپل ټوېټر لیکلي چې د زلزله ځپلو غږ اورېدل شوی او ملګرو ملتونو بېلابېلې ادارې یې په خدمت کې دي.

هغه ډاډ ورکړی چې د روغتیا د نړیوال سازمان، یونیسف او د خوړو د ادارې سیارې ډلې په سیمه کې دي او له تر ټولو ډېرو زیانګالو او زیانمنو ته چې ښځې او ماشومان یې په سر کې دي مرستې ورسوي.

اکبروف زیاته کړې چې د څښاک پاکې اوبه، سرپناوې، خواړه، روغتیا، د لارو رغونه د زیانمنو سیمو د خلکو اصلي غوښتنې دي.

د پکتيکا زلزله ځپلو سره د ډېرو هېوادونو له لوري مرسته وشوې خو د مرستو د وېش برخه کې لا هم نيوکې شته

د یونیسف افغانستان د مطبوعاتو د څانګې یوې مسوولې ویرونیکا هوسر هم په یوه مرکه کې سره له دې چې په زلزله ځپلو سیمو کې د زیانمنو ماشومانو وضعه خرابه بللې ډاډ ورکړی چې د دوی سیار ټيمونه یې لاسنیوی کوي.

نوموړي ويلي: "موږ واردمخه د نس ناستو ساري ناروغیو ډېرې وخیمې پېښې لیدلي دي. چې د ماشومانو روغتیا ګواښي. یونیسف د هغو سیار صحي ټيمونو ملاتړ کوي چې سیمې ته تلی شي او د دغو ناروغیو د درملنې لپاره مرسته کولای شي."

د جون په ۲۲ څه باندې دولس ورځې دمخه په یوې زورورې زلزلې کې د پکتیکا او خوست څه باندې زر تنه اوسیدونکي مړه او له دریو زرو نور زیات کسان ټپیان شول.

زرګونه کورونه هم له خاورو سره خاورې شول او دمګړۍ د پکتیکا په ګیان او برمل کې زرګونه کورنۍ خورې ورې پاتې دي.

د ملګرو ملتونو سازمان ویلي چې لومړی به د بېړنیو ستونزو غمه خوري او تر هغه وروسته به د کورونو د جوړولو او اوږودمهاله مرستو هڅې وکړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا مشرې ایسابېلا موسارد کارلسن یکشنبه رویټرز سره مرکه کې د مرستو د یوه درې میاشتني پلان خبره کړې ده.

د بېلابېلو بنسټونو د مرستې او روغتيايي ډلې سيمه کې شتون لري، ترڅو له خلکو سره مرستې وکړي

هغې ويلي: "دری میاشتنی پلان په اصل کې د بېړني مرستو لپاره دی. خو ښکاره ده چې نورې مشخصې ادارې او بنسټونه به اوږدمهاله پلانونه لري. بیارغونه، سرپناوې او ځینې نور چې په بیړنیو ځوابونو کې نه دي."

د راپورونو په اساس په زرګونه ټپیانو کې د ځينو هغو چې ټپونه ژور دي په بدو اوښتي او روغتیاپالان یې د لا جدي درملنې او پام خبره کوي.

د ورځې لسګونه ټپيان چې د ځینو هډوکي مات دي، ځینې یې ژور ټپونه لري د ملګرو ملتونو او نورو سیارو صحي ټیمونو ته ورځي څو یې درملنه وشي.

د سیمې خلک بیا د عاجلو مرستو تر څنګ د هغو جدي ستونزو یادونه کوي چې په ډېره نږدې راتلونکې کې به ورسره مخ وي لکه د سرپناو نشتوالی چې د ژمي په موسم کې د به د سرګردانه زلزله ځپلو ستونزې دوه برابره کړي.