اوکرایني چارواکي: د لیسیچانسک شاوخوا مقاومت دوام لري

اوکرایني ځواکونه د روسي ځواکونو سره د جګړې پرمهال

د اوکراین پوځ وايي، د لیسیچانسک ښار په شاوخوا کې جګړې زور اخیستی او د روس پلوه بېلتون غوښتونکو هغه ادعاوې یې رد کړې چې ګواکې دا ښار یې محاصره کړی دی.

اوکرایني چارواکو د روسیې له ملاتړه برخمن بېلتون غوښتونکو هغه ادعاوې رد کړې، چې ګواکې دوی د اوکراین ختیځ ښار لیسیچانسک "په بشپړه توګه" محاصره کړی خو منلې یې ده چې د سیورسکي دونیڅ سیند په غاړه په دې کلیدي ښار کې مقاومت دوام لري.

د اوکراین د ملي ګارد ویاند روسلان موزیچوک پرون شنبه، د جولای ۲مه د دغه هېواد ملي تلوېزیون ته وویل چې د لیسیچانسک ښار په شاوخوا کې جګړې زور اخیستی، خو د ده په وینا ښار محاصره شوی نه دی او لا هم د دوی په ولکه کې دی.

د اوکرایین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي

اخوا د اوکرایین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي ویلي، چې اوکراین د خپلو ارزښتونو لپاره مبارزه کوي هغه هم په یوه لویه او ازاده کورنۍ د اروپا په نوې کورنۍ کې.

زیلنسکي ټینګار کړی، چې اوکراینیان باید وسله په لاس له خپلې خپلواکۍ دفاع وکړي.

د اوکراین په پارلمان کې په خپله وروستۍ وینا کې، زیلینسکي هغه هېواد ته د متحده ایالاتو د وسلو د مرستې څخه هم مننه وکړه.

هغه وویل: "زه په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالتونو او شخصاً د ولسمشر بایډن څخه مننه کوم چې د اوکراین د ملاتړ لپاره یې مرستې راسره وکړې. په دې مرستو کې د ځمکې څخه هوا ته د ناسام NASAMS خورا پیاوړي توغندي سیسټمونه شامل دي، د هوا دفاعي سیسټم چې زموږ د هوايي دفاع سیسټم به ورسره د پام وړ پرمختګ وکړي."

په عین حال کې، په اوکراین کې د روسیې د ځواکونو لخوا د دوو برتانوي وګړو تر نیول کېدو وروسته، د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي اهدافو لپاره د جنګي بندیانو او ملکي وګړو څخه ګټه اخیستل وغندل.

د بريتانيا د بهرنيو چارو وزارت پرون په يوه خبرپاڼه کې وويل، چې د بريتانيا حکومت د سياسي اهدافو لپاره له جنګي بنديانو او ملکيانو ناوړه ګټه پورته کول غندي او دا موضوع يې له روسيې سره راپورته کړې ده.

د بریتانیا حکومت ټینګار کړی چې د اوکراین په ختیځ کې له نیول شویو برتانوي اتباعو سره باید د اوکراین د وسله والو ځواکونو د قانوني غړو، د جنګي بندیانو په توګه او د جنوا د کنوانسیون له مخې چلند وشي.

د فبرورۍ په ۲۴مه په اوکراین د روسیې له غیر موجه یرغل وروسته یو شمېر بهرني اتباع په خپله خوښه له اوکرایني ځواکونو سره یوځای شوي دي.