د ایران په سویل کې زلزلې ۴۹ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

د دولتي تلوېزیون د راپور له مخې د ریښتر په مقیاس ۶ اعشاریه ۳ درجې دې زلزله کې لږ تر لږه ۵ کسان مړه او ۴۴ نور ټپیان شوي دي.

د ایران چارواکو نن ویلي چې یوې زورورې زلزلې د دغه هېواد سویلي برخه ولړزوله.

د دولتي تلوېزیون د راپور له مخې د ریښتر په مقیاس ۶ اعشاریه ۳ درجې دې زلزله کې لږ تر لږه ۵ کسان مړه او ۴۴ نور ټپیان شوي دي.

د زلزلې مرکز د تهران د سویل په ۱۰۰۰ کیلومترۍ هرمزګان ولایت کې ثبت شوې دی.