د اوکراین په میکولایف کې نن د څو چاودنو غږونه اورېدل شوي

اوکراین کې د روسي توغندي له امله د یوې نړېدلې ودانۍ وضعیت

د اوکراین په میکولایف ښار کې نن د څو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

د دې ښار، ښاروال الکساندر سینکیویچ د ټلګرام په یوه پیغام کې د چاودنو خبر تایید کړی او له خلکو یې غوښتنه کړې چې په خپلو پناهځایونو کې پاتې شي.

تر دې مخکې پرون جمعه د اوکراین چارواکو ویلي وو، چې په سیرهي­یفکا ښار کې پر یوه استوګنیزه ودانۍ او تفریحي مرکز د روسیې راکټونه لګېدلي، چې د دوو ماشومانو په ګډون د ۲۱ ملکیانو د وژل کېدو او ۳۸ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی و.

دغه ښار د اودیسه په ۵۰ کیلومترۍ کې پروت دی.