امريکا: په افغانستان کې د بشري حقونو خوندیتوب په اړه هڅو پایله نه‌ده ورکړې

په کابل کې د کار، ډوډۍ او زده کړو په اړه د معترضو افغان مېرمنو د لاريون انځور. May 26 2022

د افغان نجونو، ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي، ناهیلي ده چې د نجونو، ښځو او بشري حقونو د خوندیتوب په برخه کې د نړیوالو هڅو کومه ګټوره پایله نه‌ده ورکړې.

د افغان نجونو، ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د طالبانو له‌خوا پر نجونو او ښځو د لګول شویو محدودیتونو دوام او تر خوا یې په ټولنه کې د دوی د معنا لرونکي ګډون د مخنیوي په موضوع سخته اندېښمنه ده.

رینا امیري پر هغه څه هم خواشيني ښيي، چې دا یې د افغان نجونو، ښځو او بشري حقونو په برخه کې پر طالبانو د نړیوالو د فشار بې‌پایلتوب بولي.

اغلې امیري له طالب پلاوي سره د امریکا متحده‌ایالاتو د استازو له لیدنې وروسته په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، له دې وروسته یې پرېکړه کړې چې د طالبانو له‌خوا د عملي ګامونو د پورته کولو پورې دې غونډه کې ګډون ونه کړي.

رینا امیري

هغې زیاته کړې: "که د عملي ګامونو اخستو کوم څرک ولګېد، له دوی"طالبانو" سره به وګوري.دا په ښکاره له نړیوالې ټولنې سره د نجونو، ښځو او بشري حقونو په برخه کې د ژمنو د نه عملي کېدو له امله، د طالبانو د تحریم یو بل پړاو دی."

خو طالبانو په دې اړه زموږ پوښتنه ځواب نه‌کړه، مګر له دې وړاندې یې ویلي، په افغانستان کې د ټولو وګړو حقونه خوندي دي، هغه ادعا چې تل په کور دننه او نړیواله کچه رد شوې ده.

هاخوا بیا د امریکا متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت له طالب پلاوی سره د خپلو د استازو د لیدونو بشپړ جزییات خپاره کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه خپره کړې اعلامیه کې لیکلي، د جون په ۲۹مه ټوماس ویسټ، د خزانې وزارت او د امریکا متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیا ادارې د استازو په ګډون طالب پلاوي سره کتنه کې، د افغان ښځو او نجونو پر حقونو د طالبانو له‌خوا پر روانو پراخېدونکو محدویتونو هم خبرې کړي.

خبرپاڼه زیاتوي: "متحده‌ایالات د افغانانو د هغو غوښتنو ملاتړ کوي چې نجونو ته دې ښوونځيو ته د ستنېدو او ښځو ته دې د کار کولو اجازه ورکړل شي، څو د هېواد په اقتصادي وده کې ونډه واخلي او په ازاده توګه خپل ژوند مخ‌‌ته یوسي."

په ورته وخت کې په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بینیټ وايي، په دې هېواد کې د نجونو، ښځو او بشري حقونو وضعیت د افغانستان لپاره ویجاړونکی دی او باید د زیاتې پاملرنې ترڅنګ په دې برخه کې پرېکنده ګامونه پورته شي.

ریچارډ بينيټ

هغه پرون په جینیوا کې د ملګروملتونو د بشري حقونو په شورا کې وویل، په افغانستان کې د نجونو، ښځو او بشري حقونو اړوند د طالبانو اوسنی چلند د ۱۹۹۰کلونو سره توپیر نه‌لري.

هغه زیاته کړه: "د نجونو د ثانوي زده‌کړو بیا پیل یوازینۍ اړتیا نه‌ده. په وروستیو میاشتو کې د طالبانو له‌خوا پر لاریون کوونکو د زورزیاتیو د ځپلو سربېره، د دوی د کار، سفر او لباس په ګډون یو لړ محدودیتونه ولګول شول چې تېرو شلو کلونو کې د ښځو او نجونو لاسته راوړنې له‌منځه یوړې."

د ملګرو ملتونو دې لوړ پوړی څارونکی په عامه چارو کې د ښځو د ګډون د مخنیوي، له دوی سره د سیستماتیک تبعیضي چلند او تاوتریخوالی وغانده او له طالبانو یې وغوښتل څو له افغان ښځو سره د هغوی د غوښتنو ته د غوږ نیولو لپاره معنا لرونکي خبرې پیل کړي.

خو طالبانو لا داسې څه نه‌دي کړي چې وښيي، په ټولنه کې د نجونو او ښځو د عامه ګډون لپاره ژمنتیا لري.