روسيې اوکراين کې پر يوې استوګنيزه ودانۍ او تفريحي مرکز بريد کړی چې پکې ۱۷ کسان وژل شوي

هغه ودانۍ چې پر مزايلو ويشتل شوې

د اوکراین چارواکي وايي پر یوه استوګنیزه ودانۍ او تفریحي مرکز د روسیې د میزاییلو په حملو کې لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي او په لسګونو نور ټپیان دي.

د اوکراین د اضطراري خدماتو ادارې ویلي، د ودانۍ له ویجاړیو اووه کسان ژغورل شوي چې درې یې ماشومان دي.

نن سهار وختي په خپرو شویو تصاویرو کې د ژغورنې هڅې ښکاري او له یوې نهه منزله استوګنیزې ودانۍ لوګي پورته کېږي، چې چارواکو په کې د ۱۴ کسانو مړینه او تر ۳۰ زیاتو نورو ټپي کېدل تایید کړي دي.

په راپورونو کې ویل شوي تېره شپه په بیلهورود-دنیسټروفسکي ښارګوټي کې د یوې راکټي حملې په نتیجه کې د یوې نهه منزله ودانۍ یوه برخه ویجاړه شوه، چې وروسته د دې ودانۍ په یوه دکان کې اور ولګېد.

د اوکراین د اضطراري خدماتو ادارې ویلي، د ودانۍ له ویجاړیو اووه کسان ژغورل شوي چې درې یې ماشومان دي.

د اودیسه پوځي ادارې ویلي، چې دویم توغندی په همدې ښارګوټي کې پر یوه تفریحي مرکز لګېدلی، چې لږ تر لږه ۳ کسان یې هلته وژلي چې یو په کې ماشوم دی.

په پېښه کې ګڼ نور کسان ټپیان شوي دي.

دغه پوځي اداره وايي د روسیې یوې سټراتیژیکې الوتکې دا حمله د تور سمندرګي له لوري کړې ده.

په اودیسه کې دا حمله پر اوکراین د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین د پراخ یرغل پر ۱۹مه اوونۍ ترسره شوې ده.

اوکراینیان دغه یرغل ته د دغه هېواد په ختیځ لیسیچانسک کې تر حد د زیاتې بمبارۍ او په دني-پروپیټروفسک سیمه کې د ملکیانو پر استوګنیزو سیمو د توپونو ویشتلو نوم ورکوي.

که څه هم د اوکراین چارواکي دغه تازه حمله یو تروریستي عمل بللی، خو مسکو په دې حمله کې خپل لاس لرل رد کړي دي.