ماليې وزارت: په تېرو لسو مياشتو کې له درې ولايتونو ۴ ميليارده افغانۍ عوايد راټول شوي

د افغانستان ماليې وزارت

د طالبانو حکومت مالیې وزارت وايي، په تېرو لسو میاشتو کې یوازې د پکتیا، تخار او نیمروز ولایتونو له کمرکونو نه له ۴ میلیاردو زیاتې افغانۍ عواید راټولې کړي.

دغه وزارت په خپل فېسبوک پاڼه کې ادعا کړې چې په یادو کمرکونو کې د فساد سره جدي مبارزه شوې او دغه لړۍ به راتلونکې کې هم دوام ولري.

که څه هم وزارت ددغو عوایدو د راټولېدو لاملونه نه‌دي په ډاګه کړي خو له دې وړاندې یې په کمرکونو کې افغان سوداګرو ته د اسانتیاو، په سوداګریزو توکو کې د لوړو تعرفو د کنټرول او ورسره په کمرکونو کې د چارو د چټکتیا خبره کړې وه.

د طالبانو د مالیې وزارت په داسې حال کې په دغو ولایتونو کې د زیاتو عوایدو خبره کوي چې له دې وړاندې په کمرکونو کې د زیات فساد له امله وخت ناوخت راپورونه ورکول شوي و.

سره له دې چې د طالبانو حکومت په کمرکونکو کې له فساد سره مبارزه جدي ګڼي خو له دې وړاندې یو شمېر سوداګر له ازادي راډیو سره په خبرو کې په ګمرکونو کې د پام وړ د ستونزو خبره کړې وه.