د اوکراين دفاع وزارت: روسيې سره مو ۱۴۴ بنديان تبادله کړي

د اوکراين بيرغ

د اوکراین دفاع وزارت اعلان وکړ چې له روسیې سره یې ۱۴۴ اسیران تبادله کړي چې د هغو په منځ کې د ماریوپول د ازوف سټیل فابریکې دفاع کوونکي هم شامل دي.

دا پر اوکراین د روسیې د یرغل له پیله تر اوسه پورې د بندیانو تر ټولو لویه تبادله ده.

په ۱۴۴ خوشي شویو کې ۹۵ تنه هغه اوکرایني پوځیان دي چې په ازوف سټیل فابریکه کې له اوږدې محاصرې وروسته روسي ځواکونو ونیول.

اوکراین نه دي ویلي چې دا تبادله کله او چېرې وشوه او په مقابل کې یې څومره روسي پوځیان خوشې شوي دي.