د کډوالو لويه کمېشنري: تر اوسه مو زلزله ځپلو ولايتونو ته د مرستو ۳ کاروانونه لېږلي

پکتيا زلزله ځپلو سره د مرستو وېش پروګرام

د ملګرو ملتونو د کډوالو لویه کمېشنري وايي، تر اوسه پورې یې په پکتیکا او خوست ولایتونو کې زلزله ځپلو سیمو ته د بشري مرستو ۳ کاروانونه لېږلي دي.

د دې کمېشنرۍ له خبرپاڼې سره سم، دا مرستې د څه باندې ۱۲ زره تنو لپاره کفایت کوي.

ملګرو ملتونو ویلي چې زلزلې په پکتیکا او خوست ولایتونو کې څه باندې ۲ لکه تنه اغېزمن کړي دي.