ايران د طالبانو له لوري د خپل سرتېري پر وژل کېدو غبرګون وښود

نيمروز کې ايران سره پر سرحدي پوله طالب سرتېری

د ایران حکومت له طالب پوله ساتو سره په نښته کې د خپل یوه سرتېري په وژل کېدو غبرګون وښود.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وياند د چهارشنبې په ورځ وویل چې له افغان واکمنانو غواړي چې د ایران د سیستان او بلوچستان او د افغانستان د نیمروز ولایتونو ترمنځ د میلک په پوله کې د شخړې په نتیجه کې د یوه ایراني پوله ساتي د وژلو عاملانو ته سزا ورکړي او داسې اقدامات وکړي چې دا ډول پېښې بیا تکرار نه‌شي.

راپورونه وايي، د سې شنبې په ورځ د طالبانو او ایراني پوله ساتو ترمنځ هغه مهال شخړه وشوه چې د ځینو راپورونو پر اساس ایراني پوله ساتو پر دوو افغان ماشومانو ډزې وکړې او مرګ ژوبله یې ور واړوله.

ایران د خپل وژل شوي پوله ساتي نوم محمد صیاد ښوولی دی.