د متحده عربي اماراتو د دوبۍ واکمن شیخ محمدبن راشد ال مکتوم په افغانستان کې زلزله ځپلیو ته د بشري مرستو د ژر رسېدو لپاره د الوتنو د اسانتیا امر وکړ.
د متحده عربي اماراتو د خلیج ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، د دوبۍ واکمن دا حکم د روغتیا د نړیوال سازمان او نړیوالې ټولنې له غوښتنې وروسته وکړ.
د روانې اوونۍ د سې شنبې په ورځ له دوبۍ څخه په یوه الوتنه کې څلرویشت نیم ټنه درمل او طبي وسایل کابل ته یووړل شول.