یو طالب پلاوى له امریکایي چارواکو سره د خبرو لپاره دوحې ته روان شو

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي

د طالبانو حکومت د مالیې وزرات او د افغانستان بانک چارواکي له امریکایي چارواکو سره د خبرو لپاره نن د قطر پلازمېنې دوحې ته روان شول.

د آسوشیتدپرس خبري آژانس د راپور له مخې د طالبانو د بهرنیو چارو وزرات مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد ویلي، چې د دغه پلاوي مشري به د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي کوي او په دوحه کې به د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي ټوماس ویسټ او د امریکا د خزانې وزارت له چارواکو سره د افغانستان پر اقتصادي وضعیت او بانکي سکتور خبرې وکړي.

له دې مخکې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې پرون سې شنبې خبر ورکړی و، چې د امریکا د ولسمشر جو بایډن ادارې چارواکي د طالبانو له مشرتابه سره پر یوه میکانېزم کار کوي څو پر اساس به یې د طالبانو حکومت ته اجازه ورکړل شي چې د افغانستان بانک له شتمنیو څخه د شدیدې لوږې او بې وزلۍ د ستونزو د کمولو لپاره کار واخلي او دا ډاډ ترلاسه کړي، چې له دغو پیسو به ناوړه ګټه نه اخیستل کېږي.

د تېر کال د اګست د میاشتې راهیسې، چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي نړیوالې ټولنې منجمله امریکا پر دې هېواد بندیزونه لګولي دي.

دغه راز د افغانستان د مرکزي بانک شاوخوا نهه نیم میلیارد ډالره په بهر کې کنګل شوې چې شاخوا اوه ميليارده ډالره یې د امریکا په بانکونو کې ده.