جوانان میهن لوبډله د کابل فوټسال غوره لیګ سیالیو اتله شوه

آرشیف

جوانان میهن لوبډله د کابل فوټسال غوره ليګ سياليو اتله شوه.

د افغانستان فوټبال فدراسیون پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي دي، د کابل فوټسال غوره لیګ سیالۍ چې له یوې میاشتې راهیسې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د افغانستان فوټبال فدراسیون په جمنازيوم کې پيل شوې وې، پرون مازدیګر د جوانان میهن لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

جوانان میهن لوبډلې، چې ۴۲ ګولونه وهلي و، لومړی مقام او میوند لوبډلې چې ۲۰ ګولونه وهلي و، دوهم مقام یې خپل کړ.

جوانان میهن په ۱۰ لوبو کې ۸ لوبې وګټلې، یوه یې وبایلله او یوه یې مساوي کړه.