سیمه ییز چارواکي: پکتیکا کې بیا زلزله شوې

ارشیف

پکتیکا کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا مشر وایي، نن سهار یوې بلې زلزلې د دغه ولایت ګیان ولسوالۍ او شاوخوا سیمه یې ولړزوله.

حکمت الله عصمت ازادۍ راډیو ته وویل، چې د زلزلې د ځاني زیان راپور لا نه دی ور رسېدلی.

یوه محلي خبریال له سیمې ازادۍ راډیو ته ویلي، ګیان ولسوالۍ کې تر ډېره دا مهال خلک په خیمو کې اوسي، نو ځکه یې د سر د زیان احتمال کم دی.

د پکتیکا او خوست ولایت ګیان، برمل او سپېرې ولسوالۍ تېره چهارشنبه زوروې زلزلې وځپلې چې لږ تر لږه زر تنه په کې ووژل شول او نژدې درې زره نور ټپیان شول.