د اوکراین پر یوه ډک پلورنځي د روسیې توغندیز برید جنګي جنایت وبلل شو

د اوکراین په مرکزي ښار کریمینچوک کې دا برید د دوشنبې په ورځ وشو چې لږ تر لږه ۱۵ کسان په کې ووژل شول او ۵۰ نور ټپیان شول.

د نړۍ د ۷ سترو صنعتي هېوادونو مشرانو د اوکراین له ګڼې ګوڼې پر یوه ډک پلورنځي د روسیې توغندیز برید جنګي جنایت وباله.

دغو مشرانو ژمنه وکړه، چې د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین نه به د حملې پوښتنه کوي.

د اوکراین په مرکزي ښار کریمینچوک کې دا برید د دوشنبې په ورځ وشو چې لږ تر لږه ۱۵ کسان په کې ووژل شول او ۵۰ نور ټپیان شول.

د بریتانیا، کانادا، فرانسې، جرمني، ایتالیا، جاپان او امریکا مشرانو پرون په جرمني کې وویل، چې دا ډول بېباکانه بریدونه جنګي جنایت دی.