په افغانستان کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل شوی

ارشیف: یوه واکسیناتوره افغان ماشومانو ته د واکسین د تطبیق پرمهال

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، چې پرون دوشنبې له پکتیکا ولایت پرته د افغانستان په نورو ټولو ولایتونو کې د پولیو د واکسین کمپاین له کومې ستونزې پرته ښه مخ ته لاړ.

دا خبره د دې وزارت د پولیو د له منځه وړلو د ملي مرکز مشر ډاکتر نیک ولي شاه مومن ازادي راډیو ته وکړه او ویې ویل: "له ټولو ولایتونو چې موږ نن احوال واخیست، د خدای په فضل کمپاین د پلان مطابق په نورمال شکل پرمخ لاړ. دغه کمپاین له پکتیکا پرته په ټول افغانستان کې شروع شوی دی."

د روغتیا وزارت چارواکي هیله ښیي، چې د پولیو د واکسین په دغه کمپاین کې به چې د روانې اوونۍ ترپنجشنبې پورې دوام کوي، له پنځو کلونو کم عمره نږدې لس میلیونه ماشومان د پولیو یا ګوزڼ د ناروغۍ ضد واکسین شي.

په پکتیکا کې د وروستۍ زلزلې له امله دغه کمپاین هلته نه تطبیقېږي.

دا هغه ولایت دی، چې د روان کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د پولیو د څلورو مثتبتو پېښو له جملې یوه یې په دې ولایت کې ثبت شوې ده.

پوليو له افغانستان، نايجريا او پاکستان پرته په ټوله نړۍ کې له منځه وړل شوې ده.