په ایران کې متقاعدینو بیا لاریون وکړ

په کرمانشاه کې د لاریون کوونکو انځور

داسي ښکاري، چې په ایران کې د دولتي ادارو متقاعدین د خپلو غوښتنو لپاره له اعتراضونو لاس نه اخلي.

په ایران کې متقاعدین د هغه څه لپاره چې دوی یې د حکومت له خوا د ژوند د شرایطو د خرابېدو پر وړاندې اجرااتو کې ناکامي بولي، اعتراضونو ته دوام ورکوي.

په هغو ویډیوګانو چې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ښکاري، چې پرون دوشنبې هم یو شمېر متقاعدین د ایران په لږترلږه څلورو ښارونو، اهواز، کرمانشاه، اراک او رشت کې واټونو ته راوتلي وو او د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي د حکومت پر ضد یې شعارونه ورکول.

متقاعدینو په تېر یوه کال کې څو ځلې د خپلو کمو حقونو پر وړاندې اعتراضونه کړي خو وروستي اعتراضونه د روانې میاشتې له لومړیو راهیسې په وروستیو څو ورځو کې پرله پسې روان دي.

د ولسمشر رییسي حکومت د روانې جون میاشتې په ۶ اعلان وکړ، چې د متقاعدینو میاشتني حقوق یا تنخواوې به لږترلږه لس سلنه زیاتې کړي خو معترض متقاعدین د کار د عالي شورا د هغې مصوبې د عملي کېدو غوښتنه کوي چې له مخې یې لږترلږه حقوق ۳۸ سلنه زیاتوي.

د حکومت له خوا د متقاعدینو د حقوقو د لس سلنه زیاتوالي مسوده د ایران د پارلمان د یو شمېر غړیو له مخالفت سره هم مخامخ شوه.

د ایران پارلمان

د پارلمان یو شمېر غړي او متقاعدین وایي، په ایران کې انفلاسیون ته په پام چې اوس څه باندې ۴۵ سلنه دی، دا د حقوقو ډېر کم زیاتوالی دی.

په ایران کې وروستي اعتراضونه چې د ټولنې بېلابېلو قشرونو په کې برخه اخیستې ډېر ځلې د امنیتي ځواکونو له خوا ځپل شوي چې یوه بېلګه یې په تېره مې میاشت کې د ټول هېواد په کچه د ښونکو اعتراضونه وو.

د ایران د ښوونکو د ټولنو د همغږۍ شورا د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د ایران په مختلفو برخو کې ۲۳۰ ښوونکي او د ښوونکو د اتحادیې فعالان توقیف یا زنداني شوي دي.

ایران چې اقتصاد یې له کلونو راهیسي د لوېدیځ بندیزونو له مخکې ځپلی، د کورونا وبا هم ډېر زیانمن کړی چې له امله یې لږترلږه دوه میلیون کسانو دندې له لاسه ورکړي او هغه د دی سبب شوې چې د مصرف کونکو لپاره نرخونه ډېر پورته لاړ شي.