ملګرو ملتونو ته په سرپل کې له بشري حقونو څخه د سرغړونو راپورونه رسېدلي

ریچارډ بینیټ

د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ د سرپل ولایت له بلخاب ولسوالۍ د خپلسرو وژنو، د اوسېدونکو د بې ځایه کېدو، د ملکیتونو له منځه تللو او له بشري حقونو د نورو سرغړونو د اندېښمنونکو راپورونو د ور رسېدو خبر ورکړی.

بینیټ نن په خپل ټویټر اکاونټ کې زیاته کړه، چې د انټرنېټ د بندېدو او د رسنیو د پوښښ نشتوالي له امله نه شي کولی دا راپورونه تایید کړي.

خو هغه ټینګار وکړ، چې ټولې خواوې باید نړیوال بشردوستانه قوانین رعایت کړي.

تر دې مخکې د بشري حقونو د څار د اسیا د برخې مرستیالې پتریشیا ګاسمن په ټویټر کې لیکلي وو، چې له بلخاب څخه داسې د اندېښنې وړ راپورونه ورغلي چې طالب ځواکونو د وسله وال مقاومت په غچ کې یو شمېر بندیان اعدام کړي دي.

پتریشیا ګاسمن

ګاسمن زیاته کړې، طالبان باید ټول دا ډول ډله ییزې سزاګانې او نور جنګي جنایتونه ودروي او د خپلو ځواکونو حساب ورکړي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د دغو ادعاوو په اړه څه نه دي ويلي، خو د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت د شنبې په ورځ ويلي وو، چې په بلخاب کې يې چاڼيز عمليات پيل کړي دي.

په دې اړه نور: طالبانو د سرپل په بلخاب کې د عملیاتو د پای ته رسېدو ادعا وکړه

راپورونه ښیي، چې طالب ځواکونه له څو ورځو راهیسې د سرپل په بلخاب کې د طالبانو د یوه ناراضه هزاره توکمي قومندان مولوي مهدي مجاهد سره په جګړه بوخت دي.

مهدي چې پخوا په بامیانو کې د طالبانو د استخباراتو مسوول وو ویلي، چې د طالبانو په حکومت کې د ده په خبره د هزاره ګانو ونډه کمه ده.