ملګري ملتونه: د اوکراين جګړه ښايي د نشه‌يي توکو ناقانونه توليد ته وده ورکړي

د اوکراين د جګړې يو انځور

ملګري ملتونه وايي، د اوکراین جګړه ښايي د مخدره موادو غیرقانوني تولید ته وده ورکړي، ځکه د تریاکو د بازار راتلونکی د بحران ځپلي افغانستان په برخلیک پورې اړه لري.

د مخدره موادو او جرمونو په وړاندې د مبارزې لپاره د ملګرو ملتونو ادارې نن دوشنبه په خپل کلني راپور کې ویلي، د منځني ختیځ او جنوبي اسیا مخکنیو تجربو ثابته کړې، چې جنګي ساحې ښايي د جعلي مخدره موادو د تولید د عمده عامل په توګه عمل وکړي.

راپور وايي د افغانستان وضعیت به چې په ۲۰۲۱م کال کې د نړۍ په سطحه د تریاکو ۸۶ فیصده تولید کړي وو، د مخدره موادو د بازارونو پر تحولاتو اغېز وکړي.

طالبانو په وروستیو کې د مخدره موادو پر کښت او تولید بندیز اعلان کړ.