د روغتيا نړيوال سازمان د افغانستان له زلزله ځپلو سره روغتيايي برخه کې د مرستو خبر ورکړی

د روغتيا نړيوال سازمان نښان

د روغتیا نړیوال سازمان وایي د پکتیکا او خوست د زلزله ځپلو د درملنې لپاره یې شپږو روغتیايي مرکزونو سره ملاتړ کړی.

دغه سازمان پرون د زلزله ځپلو خلکو د درملنې په اړه یو مفصل راپور خپور کړی.

په راپور کې راغلي چې د روغتیا د نړیوال سازمان په همکارۍ باندې په پکتیکا، خوست، پکتیا او غزني ولایتونو کې شپږ روغتونونه فعاله ساتل شوي او د ټپيانو او زیان لیدلو درملنه کوي.

په راپور کې د ټپیانو تازه شمېر ۲۹۴۹ تنه یاد شوی او د مړو بیا ۱۰۳۶ تنه ښودل شوی.

د روغتیا د نړیوال سازمان په هڅو سربېره د ملګرو ملتونو نور بنسټونه او خیریه سازمانونو هم واړه او سیار صحي ټيمونه تنظیم کړي او د ټپیانو او زیان لیدلو درملنه کوي.