جنوب ختیځ کې زلزله ځپلي د څښاک پاکو اوبو او خوراکي موادو ته اړتیا لري

په پکتیکا کې د وروستۍ زلزلې له امله د نړېدلي کور انځور

د طالبانو د حکومت د روغتیا وزارت وایي، د افغانستان په جنوب ختیځ کې په زرګونه کسان چې وروستۍ مرګونې زلزلې اغېزمن کړي، د څښاک پاکو اوبو او خوراکي موادو ته اړتیا لري او د ساري ناروغیو د خپرېدو له خطر سره مخامخ دي.

تر دې مخکې د ملګروملتونو د بشري مرستو همغږې کونکې ادارې اوچا په سیمه کې د کولرا یا نس ناستې ناروغۍ د خپرېدو خبرداری ورکړی و.

د دغې زلزلې له امله چې د چهارشنبې د ورځې سهار وختي وشوه، په تر ټولو زیاتو اغېزمنو پکتیکا او خوست ولایتونو کې لږترلږه زرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، دوه زره تنه ټپیان شوي او شاوخوا لس زره کورونه ویجاړ شوي دي.

اوچا په زلزله ځپلو سیمو کې د کولرا د خپرېدو په اړه خبرداری ورکړی او په دې اړه جدي اندېښنه څرګنده کړې.

د طالبانو د روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان رویترز خبري آژانس ته ویلي، چې خلک زښت زیات خوړو او پاکو اوبو ته اړتیا لري او زیاته یې کړه چې چارواکو اغېزمن شویو ته روغتیایي خدمات رسولي خو هغوی چې خپل کورونه یې له لاسه ورکړي، له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي.

زمان پر نړیوالې ټولنې او د بشري مرستو پر سازمانونو او ادارو غږ وکړ، چې د خوراکي موادو او درملو په برخه کې ورسره مرسته وکړي او د دې خطر ډېر زیات دی چې د دغې زلزلې په ژوندي پاتې شویو کې ناروغۍ خپرې شي ځکه اغېزمن شوي خلک سم کورونه یا سرپناوې نه لري چې په کې واوسي.