سریلانکا له ۳۰ کلونو وروسته له استرالیا یو ورځنۍ لوبلړۍ وګټله

د سریلانکا د کرکټ ملي لوبډله

سریلانکا له ۳۰ کلونو وروسته د استرالیا خلاف د کرکټ یو ورځنۍ لوبلړۍ وګټله.

د کرک انفو د خبر له مخې، د (داشان شیناکا) په مشرۍ د سریلانکا لوبډلې د پنځو یو ورځنیو لوبو د لړۍ څلورمه لوبه له استرالیا څخه تېره ورځ په ۴ منډو وګټله او لوبلړۍ یې ۱-۳ په خپل نوم کړه.

سریلانکايي لوبغاړو له ۳۰ کلونو وروسته استرالیا ته د دوی په خپل کور کې ماتې ورکړه.

له دې وړاندې سریلانکا لوبډلې په ۱۹۹۲ کال کې له استرالیا ورته یوه لوبلړۍ ګټلي وه.

هیره دې نه وي چې د دې دواوړ هېوادنو راتلونکي پنځمه لوبه ښايي روانه اوونۍ په استرالیا کې ترسره شي.