په اوکراین کې د چاودنو له امله خلک تر نړېدلې ودانۍ لاندې بند پاتې

د کییف په شمالي برخه د شیوچینسکییفکسي سیمه کې نړېدلې ودانۍ

یوه ورځ وروسته له هغې چې اوکرایني ځواکونه له ختیځ سیورودونیڅک څخه په شا شول او دا ښار روسي ځواکونو ونیوه، د اوکراین د پلازمېنې کییف په شمال کې نن په یوه استوګنیزه سیمه کې څو چاودنې وشوې.

د اوکراین د پلازمېنې کییف په شمالي برخه د شیوچینسکییفکسي په سیمه کې نن څو چاودنې وشوې.

چارواکو ویلي، چې د دغو چاودنو له امله په یوه نهه پوړیزه ودانۍ کې اورلګېدلی او خلک د نړیدلې ودانۍ تر خاور خښتو لاندې دي.

د کییف ښاروال ویتالي کلییچکو وویل، چې سیمې ته د ژغورنې ډلې استول شوي چېرې چې دوه ودانۍ اغېزمنې شوي دي.

د نوموړي په وینا یو شمېر کسان ژغورل شوي او له سیمې تخلیه شوي دي خو یو شمېر نور تراوسه د نړېدلې ودانۍ تر خاورو خښتو لاندې بند پاتي دي.

د کییف د ښاروال په خبره ژغورونکو یوه اوه کلنه نجلۍ هم له کنډوالو را ایستلي او یو شمېر ټپیان روغتون ته انتقال شوي دي.

د کییف د ښاروال په وینا دغه چادونې په هغه سیمه کې شوې چې په کې پوهنتونونه، ګالري او نور کلتوري ځایونه او رستورانټونه دي.

دا چاودنې وروسته له هغې کېږي چې کییف ومنله چې اوکرایني ځواکونو پرون شنبې د سیورودونیڅک له ښاره تکتیکي په شاتګ وکړ.

دا د اوکراین په ختیځ کې د جګړې په لومړۍ کرښه کې اوکرایني ځواکونو ته سخت ګوزار دی چې اوړي.

خو د دې هېواد پوځ ویلي، چې ځواکونه یې بېرته سره منسجم کېږي او د روسي ځواکونو په وړاندې تېري ته تیاری نیسي.

په عین حال کې د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي ویلي، چې اوکراین به بالاخره هغه ښارونه بېرته ونیسي چې روسي ځواکونو پر دې هېواد د فبرورۍ له ۲۴ راهیسې د بشپړ یرغل په ترڅ کې تراوسه نیولي دي.

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي

زیلینسکي په اوکراین کې جګړه له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته تر ټولو لویه جګړه وبلله چې د ده په خبره اوکراینیان او مدافعان یې درانه زیانونه پرېکوي خو بالاخره به یې وګټي.

د اوکراین ولسمشر به دغه راز نن د اوو پرمختللو صنعتي هېوادونو سرمشریزې ته چې د جې اوه ډلې په نوم یادېږي، وینا وکړي.

دغه مشران نن د جرمني په بایرن کې راغونډېږي.

زیلینسکي به یوځل بیا غوښتنه وکړي، چې نړیوال دې د اوکراین زیات ملاتړ وکړي.