راشد خان تر اوسه زلزله ځپلو ته څه باندې سل زره پاونډه بسپنه ټوله کړې

راشدخان

د افغانستان د کرکټ پېژندل شوي لوبغاړي راشد خان ویلي، چې تر اوسه توانېدلی له بېلابېلو اشخاصو زلزله ځپلو ته څه باندې سل زره پاونډه بسپنه یا چنده ټوله کړي.

راشد خان د بسپنې ټولولو دغه کمپاین په انټرنټ کې پیل کړی، چې شېبه شېبه د ټولو شویو پیسو اندازه زیاتېږي.

راشد خان پرون په خپل ټویټر کې لیکلي، دا تر ټاکل شوي حد ۱۵۰ فیصده زیاتې پیسې دي، چې دوی هدف ټاکلی و.