روسیې د اوکراین په لوېدیځ او شمال کې پر پوځي اهدافو بريدونه کړي

د روسي ځواکونو له بمبارۍ وروسته د اوکراین د دونباس سيمې انځور

روسیې د اوکراین په لوېدیځ او شمال کې په بېلابېلو ښارونو کې پر پوځي اهدافو د توپونو او توغندیو حملې کړې دي.

د اوکراین د ولسمشر سلاکار میخایلو پودولیاک نن پر ټویټر ولیکل، چې روسیې تېره شپه پر ټول اوکراین کې د کروز ۴۸ توغندي ویشتلي او لاهم غواړي چې اوکراین وګواښي، وارخطايي جوړه کړي او خلک ووېروي.

روسیې په ختیځه دونباس سیمه کې د جګړې په لومړۍ کرښه کې هم پوځي عملیات کړي دي.

روسیه د اوکراین په ختیځ کې د پوځي عملیاتو د پراخولو په مرسته د دونباس سیمې د نیولو هدف ته نژدې شوې ده.