له دې وروسته برښنايي پېژندپاڼې د طالبانو د ادارې په نوم او نښه چاپېږي

تصویر آرشیف: د افغانستان د اسلامي جمهوریت د تابعیت تذکرې انځور

د طالبانو د احصایې ملي اداره وايي، له دې وروسته به په برښنايي پېژندپاڼو کې د طالبانو د اوسنۍ ادارې نښه د افغانستان اسلامي جمهوریت د لوګو پر ځای ولګول شي.

د طالبانو کابینې تازه د دې ډول نویو پېژندپاڼو د چاپ پرېکړه تصویب کړې ده.

د طالبانو د احصایې ملي ادارې د معلوماتو پر بنسټ، د برښنايي پېژندپاڼو یا تذکرو په نویو چاپېدونکو پاڼو کې به د افغانستان د اسلامي جمهوریت د لوګو یا نښان پر ځای د طالبانو د اوسنۍ ادارې نښه چاپ شي.

د دې ادارې مسوولان وايي، په الکټرونیکي پېژندپاڼو کې به دا بدلون ژر عملي شي.

د طالبانو د معلوماتو او احصاییې ملي ادارې ویاند محمد حلیم رفیع وویل: "د اسلامي امارت د وزیرانو شورا دا پرېکړه کړې چې د مخکیني جمهوري نظام د لوګو پر ځای به د اسلامي امارت لوګو لګوي. دا پرېکړه وړاندې تصویب شوې خو اوس زموږ په ذخیرو کې د مخکیني حکومت له‌‌خوا زیاتې چاپ شوې برښنايي تذکرې شته چې اوس ترې ګټه اخلوو."

د طالبانو رسمي نښان

طالبان داسې مهال په الکټرونیکي پېژندپاڼو کې د خپلې ادارې د نښان یا لوګو د لګولو پرېکړه کوي، چې حکومت یې هیڅ هېواد په رسمیت نه‌دی پېژندلی او په کور دننه یې له هم هېڅ لارې مشروعیت نه‌دی خپل کړی.

یو شمېر افغانان وايي، د طالبانو دا کار به د برښنايي پېژندپاڼو ارزښت او اعتبار را کم کړي.

کابل مېشتې منیژه فضلي وايي: "برښنايي پېژندپاڼې یو له جنجالي موضوعاتو دي که د جمهوریت پر مهال یې هم په اړه ټولیز توافق نه‌و. په دې شرایطو کې امارت راغی او داسې مهال چې لا په کور دننه او نړیوال کچه مشروعیت نه‌لري، په الکټرونیکي پېژندپاڼو کې بدلون فکر کوم ډېر بې معنا دي."

طالبان وايي، اوسمهال د مخکني جمهوري نظام پر مهال چاپ شوي برښنايي پېژندپاڼې وېشي او له هغې ورځې چې پر کابل واکمن شوي، دوه میلیون او ۲۱ زره الکټرونیکي تذکرې یې وېشلي دي.

د الکټرونیکي پېژندپاڼو وېش د افغانستان د مخکني جمهور رییس محمد اشرف غني د واکمنۍ پر مهال که څه هم له لږو نیوکو سره مخ و، په ۱۳۹۷ کال کې پیل شو او تر اوسه له ۸ میلیونه زیاتو افغانانو برښنايي پېژندپاڼې اخستي دي.