اروپايي اتحادیې له افغان زلزله ځپلو سره د یو میلیون یورو مرسته اعلان کړه

په پکتیکا کې د وروستۍ زلزلې له امله د نړېدلي کور انځور

اروپايي اتحادیې د افغانستان له زلزله ځپلو سره د یو میلیون یورو مرسته اعلان کړه.

دې اتحادیې په یوې اعلامیې کې ویلي، چې په دې نغدو پیسو به زلزله ځپلو ته لومړني روغتیايي خدمات، د څښاک اوبه، سرپناه او درمل برابر کړل شي.

پرون د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرې لیز ترس اعلان وکړ، چې هېواد به یې افغان زلزله ځپلو ته دوه نیم میلیون پونډه مرسته وکړي.

تر دې مخکې تایوان او جنوبي کوریا هر یو یو – یو میلیون ډالره مرسته اعلان کړې وه.