افغان زلزله ځپلي د ژوندانه لومړنیو توکو د نشتون یا کمښت سره مخ دي

په پکتیکا کې د وروستۍ زلزلې له امله د نړېدلو کورونو انځور

نړیوال خبري اژانسونه وايي، سره له دې چې د افغانستان زلزله ځپلو سیمو ته بشري مرستې استول شوي خو پرون جمعه د زلزله ځپلو سیمو ډېرو اوسېدونکو وویل چې لا هم د څښاک د اوبو، خوړو او سرپناه د نشتوالي یا کموالي له ستونزې کړېږي.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، یو شمېر کلي یو مخ ویجاړ شوي او له زلزلې څخه روغ وتلي کسان وايي، چې حتی د خپلو مړو د ښخولو لپاره وسایل نه شي موندلی.

دوی د څښاک اوبو، خوړو او سرپناه له کموالي شکایت کوي او لویه اندېښنه یې دا ده چې که ژمی راغی نو به څه کوي.