طالبان: نړیواله ټولنه دې د زلزلې له ټپیانو سره مرسته وکړي

په سویل ختیځ کې زلزله ځپلو سره د مرستې رسونې انځور

د طالبانو حکومت له نړیوالې ټولنې څخه د وروستۍ زلزلې له ټپیانو سره د مرستې غوښتنه کړې.

د طبیعي پېښو پر وړاندې مبارزې د وزارت ویاند محمدنسیم حقاني رویټرز خبري آژانس ته ویلي، چې په دې زلزله کې لس زره کورونه یا په بشپړ ډول یا څه ناڅه نړیدلې دي، خو نوموړی زیاتوي چې د طالبانو د حکومت د روغتیا وزارت کافي درمل نه لري.

حقاني ویلي دي، چې دا یوه لویه غمیزه وه نو ځکه د طالبانو حکومت صحي مرستو او نورو د ضروري شیانو ته اړ دی.