د اوکراین لوی درستیز خپل امریکايي سیال سره خبرې کړي

د اوکراین ځواکونه د جګړې پرمهال

د اوکراین د وسله والو ځواکونو لوی درستیز وايي، چې هېواد یې له روسیې سره د ځواک انډول ته اړتیا لري.

جنرال والیرې زالوژني له خپل امریکايي سیال مارک مېلي سره ترپرونیو ټېلیفوني خبرو وروسته په یوه آنلاین پیغام کې وویل، چې د اوکراین پوځ ته په ختیځ کې د روسیې د توپچي ځواک په حملو کې سخت زیان اوښتی دی نو ځکه باید نورې وسلې ورکړل شي چې په وضعیت کې ښېګڼه راشي.

اوکراین د فبروري په ۲۴مه د روسیې له یرغل وروسته له لویدیځو متحدانو څخه د میلیاردونه ډالرو په ارزښت وسلې ترلاسه کړې خو وايي، نورې وسلې هم غواړي څو د روسیې د پرمختګ مخه ونیسي.