په سرپل کې د طالبانو او هزاره طالب قوماندان د وسله والو ترمنځ نښتې شوي

ارشیف

د سرپل ولایت له بلخاب ولسوالۍ څخه د طالبانو او د هزاره طالب قوماندان مولوي مهدي مجاهد د وسله والو ترمنځ د نښتو راپورونه رارسېږي.

د طالبانو په لیکو کې د خپلمنځي اختلافونو آوازې نور نو له پردې وتلې دي.

د سرپل ولایت په بلخاب ولسوالۍ کې د طالبانو یوازیني هزاره قوماندان مولوي مهدي مجاهد ته یوې نږدې سرچینې چې د موضوع د امنیتي حساسیت له وجې نه غواړي نوم یې په راپور کې راشي آزادۍ راډیو ته وویل، چې د پرون ماښام په جګړه کې د طالبانو ځواکونه له سیمې په شا تګ ته اړ شول خو د سرچینې د ادعا له مخې د قوماندان مجاهد وسله والو ته هم تلفات اوښتي.

هغه وايي: "د طالبانو تهاجمي بریدونه شنډې شول. موټر او تجهیزات یې له منځه ولاړل، څو کسان یې مړه او ټپیان شول او په شاتګ یې وکړ. خو یو تن انتحاري ځان د مجاهدینو په منځ کې والوزاوه چې په نتیجه کې یې د ولسي دفاع ۳ غړي مړه او څلور تنه نور ټپیان شول."

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت په بلخاب ولسوالۍ کې د جګړې او نښتو راپورونه ردوي.

د دې وزارت ویاند عبدالنافع ټکور په دې اړه چې ولې دې سیمې ته د طالبانو ځواکونه استول شوي آزادۍ راډیو ته وویل، چې حکومت د امنیت د ټینګښت لپاره هرځای ته ځواکونه استولی شي.

ټکور وویل، چې هلته هېڅ ستونزه نه شته او دا هرڅه یوازې تبلیغات دي.

د بلخاب ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو د جګړو د پراخېدو له وېرې خپلې مېنې پرېښې دي او نورو سیمو ته کډه شوي دي.

مهدي مجاهد ۱۳ کاله مخکې هغه مهال، چې بهرني ځواکونه په افغانستان کې وو، د طالبانو پر لیکو ورګډ شو او د هېواد په شمال کې یې د جمهوري نظام په سقوط کې هم مهم رول ولوباوه خو وروسته له دې چې طالبان څه کم کال مخکې واک ته ورسېدل د طالبانو له اصلي ډلې سره یې مخالفت پیدا شو.

ویل کېږي، چې مهدي مجاهد له طالبانو څخه د حکومت په اډانه کې د هزارګانو لپاره د پراخې ونډې غوښتنه کوله خو طالب مشرانو د یوه ټولشموله حکومت د جوړولو لپاره نه یوازې د هغه بلکې د نړیوالې ټولنې او د کورنیو سیاسي ډلو غوښتنې هم له پامه غورځولې دي.

له بلې خوا سیمه ایزو سرچینو آزادۍ راډیو ته ویلي دي، چې د بلخاب ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو د جګړو د پراخېدو له وېرې خپلې مېنې پرېښې دي او نورو سیمو ته کډه شوي دي.