پکتيکا کې بيا ځلې زلزلې نن ۵ تنه مړه کړل

پکتيکا کې د تېرې چهارشنبې د زلزلې له امله د رامنځته شوې ويجاړۍ انځور

د طالبانو سرپرست حکومت د روغتیا وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا زلزله نن له غرمې مخکې شااوخوا ۱۰ بجې شوې ده.

د دغه وزارت ویاند ډاکتر شرافت زمان ویلي، په دغې زلزله کې تر ۱۱ زیات نور کسان ټپیان شوي دي.

د امریکا د جیولوژي سروې ادارې ویلي چې د نن ورځې د دغې زلزلې قدرت ۴،۳ ریښتر درجې و.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د چارواکو په وینا، د افغانستان په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د چهارشنبې سهار وختي زلزلې امله شا او خوا زر تنه وژل شوي او سلګونه نور ټپيان شوي دي.

خپلواکو سرچینو تر اوسه دا شمېرې نه‌دي تأیید کړي.

د طالب چارواکو په وینا د دغې زلزلې تر ټولو ډېر زیان د پکتیکا ولایت ګیانې او برمل ولسوالیو ته رسېدلی دی.