اوکراين د امريکا د اوږد واټن ويشتونکو وسلو د ور رسېدو اعلان وکړ

ارشيف

اوکرایین د امریکا د اوږد واټن ویشتونکو لومړنیو وسلو د ور رسېدو اعلان وکړ هغه چې د اوکراین پوځ له میاشتو راهیسې د دغو وسلو انتظار کاوه.

د اوکراین دفاع وزیر الکسي رزنیکوف پرون (د جون په ۲۳مه) وویل چې د امریکا د هایمرس HIMARS توغندیو سیسټم اوس په اوکراین کې دی.

دا لا څرګنده نه‌ده چې دا سیسټم کله دغه هېواد ته رسول شوی او آیا په لومړۍ کرښه کې هم کارول شوی او که نه.

د امریکا متحده ایالاتو پرون (د جون ۲۳مه) اعلان وکړ چې اوکراین ته به د نورو راکټي سیسټمونو په ګډون د پوځي مرستو نوې لړۍ واستوي.

کییف ته د امریکا د اوږده واټن ویشتونکو وسلو د استولو خبر په داسې حال کې راغلی چې روسي ځواکونو د لوی توپچي ځواک په ملاتړ د لوهانسک په سیمه کې د اوکراین د وروستي مقاومت د سیمې د بشپړ کلابندۍ لپاره خپلو عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

د اوکراین یوه سیمه ییز چارواکي له دې مخکې ویلي وو، چې روسي ځواکونو د دونباس د کلیدي ښار لیسیچانسک په جنوب کې دوه ښارګوټي نیولي دي.

پر اوکرایین د روسیې غیر موجه یرغل چې د فبرورۍ په ۲۴ پیل شوی، لا هم روان دی.