حکومت: له ټي ټي پي سره به خبرې د پاکستان د اساسي قانون په چوکاټ کې کېږي

د پاکستاني طالبانو د تحريک غړي

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وايي، د پاکستاني طالبانو له تحریک سره خبرې به یوازې د پاکستان د اساسي قانون په چوکاټ کې کېږي.

د رانا ثنااالله په وینا دا پرېکړه د ملي امنیت په اړه د ملکي او پوځي مشرانو په ګډه غونډه کې شوې ده.

له بلې خوا پاکستاني رسنیو پرون راپور ورکړ چې د دغه هېواد پوځي او ملکي مشرانو پرېکړه کړې چې له پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي سره به له خېبر پښتونخوا ایالته د قبایلي سیمو د بېلولو په اړه هیڅ راز خبرې نه‌کوي.

پاکستاني طالبانو په هغو خبرو کې چې د افغان طالبانو په منځګړتوب یې له پاکستاني چارواکو سره کړي، د څو نورو غوښتنو ترڅنګ یوه دا کړې چې قبایلي سیمې دې له خېبر پښتونخوا څخه بېلې شي.

خو اوس راپورونه وايي چې د دواړو خواوو ترمنځ د اختلاف د ژوروالي له کبله د افغان طالبانو په منځګړتوب په کابل کې خبرې درېدلې دي.