تايوان د افغانستان له زلزله ځپلو سره د يو ميليون ډالرو مرستې ژمنه وکړه

د تايوان تايپي ښار

د تایوان حکومت ژمنه وکړه چې د افغانستان له زلزله ځپلو سره د یو میلیون ډالرو مرسته کوي.

د تایوان د بهرنیو چارو وزارت پرون (پنجشنبې) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې افغان زلزله ځپلو ته د یو میلیون امریکايي ډالرو مرستې پرېکړه یې وروسته له دې وکړه چې د بېلابېلو شریکو هېوادونو له متخصصانو سره یې مشوره وکړه.

له دې جلا د تایوان د ولسمشرې وياندې کشاویر چانګ په یوه بیان کې وویل چې د دغه هېواد ولسمشرې تاسي اینګ وین د افغانستان د زلزلې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.